Banner

تازه غزل: محمدحنيف حيران

15.01.2011 13:07

ځاييږو نه ستا زړه کې زه او سیوری
ډوبيږو په وياله کې زه او سیوری
سجدې زمونږ د دواړو په يو رنګ وي
ژړيږو په مانځه کې زه او سيوری
له کلي څخه لرې خدای  ته راغلو
ترې غواړو يې په غره کې زه او سيوری
باور زمونږ   د  دواړو رڼايي ده
روان يو که تياره کې زه او سيوری
ستامينه ماتوم پرې دنګه ياره
راووځو لمر خاته کې زه او سيوری
د خپل احساس آسمان مو ښه راټيټ  کړ
توديږو پرې ساړه کې زه او سيوری
له نورو سره ژاړو چې ژړا وي
ګډيږو  خپل واده کې زه او سيوری
ميږي ته موهم خيال  وي چې روان يو
احتياط کوو هر څه کې زه او سيوری.

15 جنوري 2011 ‌‌ء کال ـ  پکتيا، ګرديز

محمدنعيم سيرت 30.04.2011 10:23

سلام...دير زبردست شعر ده ما او زما ملګرو په ګډه اوکوت دير ې خوښ شو

ل.خيرخوا 15.01.2011 19:58

ولا حیران صیب د پېريانو ژبې ته دې شروع وکړه لکه چې خدای دې خير کړي!!

باور زمونږ د دواړو رڼايي ده
روان يو که تياره کې زه او سيوری

چې دا تياره کې به سیوری څنګه وي ؟

سلامونه خیر خوا صاحب

له نظر او تبصرې څخه دې مننه، خو ګوره یاره دا د پيريانو ژبه نه ده، کیسه داسې ده چې د ورځې خو د هر چا او د هر يو شي سيوری وي، یو نیم پکې زما غوندې وي چې د شپې يې هم سيوری وي، ځکه چې د خپل نيکه لمسی یم کيدای شې د برخې څښتن به یم د چا دعاوې به راپسې وي هاهاهاهاهاها

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.